Pars Today
پارس ټوډی – امریکايي سناتور لینډسي ګراهام ومنله چې هېواد یې د اوکریان د سرچینو په لالچ کې دی.
د خوړو د حق په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مایکل فخري د دوشنبې په سهار ویلي: اسرائیل نه یوازې غزې ته د بشردوستانه مرستو د داخلیدو مخه نیسي، بلکې د فلسطینیانو ځمکې او خوراکي سرچینې هم له مینځه وړي.
په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په غزې تړانګې کښې د جنګ د بدلونونو په کوریج کښې د یوې برطانوي رسنۍ ډبل سټینډرډ ته غبرګون وښوده.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې؛ د کینیا هېواد د یوه ښوونځي په لیلیې کې تیره شپه د اور لګیدنې له امله ۱۷ زده کوونکي وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
پارس ټوډی- داسې ښکاري چې د روسیې خارجه وزارت په توهم اخته شوی او ګمان کوي چې مصلحت یې په دې کښې دی چې د زنګزور له موهوم دالانه په استفادې سره چې د ایران په مخالفت سره به جوړ نه شي، کوې شي له ارمنستان سره خپله ستونزه هواره کړي.
پارس ټوډې – «ریچارډ نیفیو» چې د ایران په خلاف د امریکا د بندیزونو د شبکې د معمار په توګه پېژندل کېږي، اعتراف وکړ: د تهران په خلاف د واشنګټن د بندیزونو کمپاین بې اغېزې شوی دی.
روسیې د اوکراین پر پوځي انسټیټیوټ د بالستیک توغندیو برید کړی چې له امله یې ۵۱ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.
پارس تودي - اندونیزیا او سویلي کوریا د ملي اسعارو د را کړې ورکړې په اړه په سوداګریزو چارو کې پخپل منځ کې هوکړې ته ورسیدل.
پارس ټوډی - د سمندري ځواکونو د پخواني افسر او د امریکا د ځانګړو عملیاتو د خدماتو د غړي ډاګ لیورمور په وینا، ټول سره څراغونه په ښکاره توګه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکوي.
پارس ټودی - د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په ایران کې د ګوته مؤسسې نه یوازې د آلماني ژبې د روزنې د مرکز په توګه، بلکې په ایران کې د آلمان د کلتوري او سیاسي مداخلو د فعالیتونو د پوښښ په توګه هم کارول کیده.