نیویارک ټایمز روښانه کړې؛ اقتصادي کلابندي هیڅ نتیجه نه ورکوي
-
د امریکاکرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ
پارسټوډي ــ یوې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي چې د شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته داسې ښکاري چې ایران لا پیاوړی شوی، په داسې حال کې چې د امریکا موخې لا هم روښانه نه دي.
د پارسټوډي د راپور له مخې، نیویارک ټایمز امریکائي خپرونې پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلي: داسې ښکاري چې واشنګټن به د پوځي اقدام پر ځای د اقتصادي جنګ په کارولو سره د تهران ستراتیژي بدله نه کړئ شي.
په دغه راپور کې راغلي: ټرمپ د جنګ په لومړۍ ورځ د ایران له خلکو سره ژمنه کړې وه چې دوي ته به په تر ټولو چټک وخت کې ازادي ورکړي؛ خو اوس، له شپږو میاشتو وروسته، د هغه حکومت هڅه کوي چې د اقتصادي دباؤنو په زیاتولو سره د ایران خلک لا بې وزله کړي.
دغې ورځپاڼې همدارنګه لیکلي دي ؛ د ایران دې ته د اړ ایستلو په برخې کې د امریکا د څرګندې ماتې پَټول چې د واشنګټن غوښتنې وَمني، ستونزمن دي؛ ځکه د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې پر خپل ځای باقي پاتې دی، بلکې په عملي توګه هرمز تنګی په خپل کنټرول کې لري، خپل سیمهییز نفوذ ئې پیاوړی کړی او یو شمېر هېوادونه هم هڅه کوي چې له تهران سره خپلې اړیکې بېرته پیل کړي.
نیویارک ټایمز په دوام کې ټینګار کړی چې د خپلو متحدانو په منځ کې د امریکا اعتبار، او همدارنګه د ټرمپ هغه حیثیت چې ځان د لویدیځې آسیا له ګران بیه او نه ختمېدونکو جنګونو څخه د ډډه کوونکي ولسمشر په توګه معرفي کوي، زیانمن شوی دی.