سیاري: د ایران د باانګېزې ځوانانو پر وړاندې دښمن درېدای نه شي
پارس ټوډی ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال ویلي، دښمن نه شي کولای د ایران د مؤمنو، باانګېزې او ثابتقدمه ځوانانو پر وړاندې ودرېږي.
هغه ویلي، د ایران ملت د انقلاب له بریا وروسته په تېرو کلونو کې څو ځله توانېدلی چې د دښمنانو پر وړاندې له ګواښونو او فشارونو سره مقاومت وکړي.
د صداوسیما خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، دریادار حبیبالله سیاري ویلي: «دښمن دې پوه شي، که غواړي زموږ له جنګیالیو سره مخامخ شي، د دغې ځوانې او باانګېزې ډلې پر وړاندې درېدای نه شي.»
ښاغلي سیاري ویلي چې دښمن نه غواړي ایران یو پرمختللی هېواد وي او زیاته کړې یې ده: «د انقلاب او په تېرو کلونو کې د ترسره شویو هڅو په برکت، ایران نن لوړ ځایګی لري؛ خو دښمن دا نه شي لیدلای او هڅه کوي چې دغه وړتیاوې شنډې کړي.»
هغه ټینګار کړی: «موږ د میدان خلک یو او د دفاع مقدس په څېر به هر دښمن اړ کړو چې پوزه پر خارو کش کړي.»