طالبانوپه بغلان کې ۶۵ افغان عسکرخوشې کړل
بله خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې ډګر ورځ تر بلې په تودېدو دی او دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي
د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح ا... مجاهد نن په خپل ټویټر لیکلي چې دغه عسکر چې اووه تنه یې ټپیان هم وو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوی له بند څخه خوشې شول.
نوموړي زیاته کړې چې هر زنداني ته ۵۰۰۰ افغانۍ او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړل شوې او خپلو کورنیو ته یې واستول شول.
د یادونې ده چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبروري د ۲۹مې د هوکړې پر بنسټ، له خپلو زندانونو شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل. دغه راز طالبانو هم د افغان حکومت شاوخوا ۱۰۰۰ تنه بندیانو له خپلو زندانونو خوشې کړل.
تمه کېده چې د دواړو لوریو د بندیانو په خلاصون سره به ښکیلې خواوې یوې هوکړې ته ورسېږي او افغانان به د یوې تلپاتې سولې مالکان شي دغه راز په یوه سراسري اوربند به سلا شي، خو نه یوازې چې افغانان سولې ته ونه رسېدل ، بلکې په دې ورستیو کې لاپسې تاوتریخوالی زیات شوی دی چې په څو ولایتونو کې خلک د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
بله خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې ډګر ورځ تر بلې په تودېدو دی او دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو عام افغانان وايي چې نور دې د ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسېږي او شته ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي