کابل کښې د سید الشهدا لیسې مخې ته بوږنونکې چاودنې شوې دي
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار کښې د سید الشهدا په نامه د جینکو د ښوونځي مخې ته په شویو ترهګرو چاودنو کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار کښې د سید الشهدا په نامه د جینکو د ښوونځي مخې ته په شویو ترهګرو چاودنو کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.
د کابل په لوېدیځ کې په دشت برچي سیمه کښې د سیدالشهدا لېسې مخته د بم په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته ورسیده.
د دې پېښې په نتیجه کې اکثره وژل شوي د ۱۱ او ۱۵ کلونو ترمنځ ماشومانې دي.
ځینې نور راپورونه وايي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي.
د سید الشهدا لیسې مسئولانو ویلي چې وړومبۍ یو بم ایښودل شوی موټر د لیسې مخې ته وچاودیده او ورپسې په خواوشا کښې د ښخ کړی شویو ماینونو دوه چاودنې وشوې.
دغه درې واړه چاودنې د کابل ښار په دیارلسمې امنیتي حوزې کښې د سید الشهدا لیسې د چُټۍ په وخت رامینځته شوې او ځکه یې دومره پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي چې اکثره یې د سید الشهدا د نجونو لېسې تنکۍ زده کوونکې دي.
طالبانو په دغو چاودنو کښې لاس لرل رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دغې ډلې په یادو چاودنو کښې لاس نه دی لرلې او دا ترهګرې چاودنې د داعش ډلې په ملاتړ کښې شوې دي.