کابل کښې د سید الشهدا لیسې مخې ته بوږنونکې چاودنې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100038-کابل_کښې_د_سید_الشهدا_لیسې_مخې_ته_بوږنونکې_چاودنې_شوې_دي
د افغانستان د پلازمینې کابل ښار کښې د سید الشهدا په نامه د جینکو د ښوونځي مخې ته په شویو ترهګرو چاودنو کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 08, 2021 23:25 Asia/Kabul
  • کابل کښې د سید الشهدا لیسې مخې ته بوږنونکې چاودنې شوې دي

د افغانستان د پلازمینې کابل ښار کښې د سید الشهدا په نامه د جینکو د ښوونځي مخې ته په شویو ترهګرو چاودنو کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.

د افغانستان د پلازمینې کابل ښار کښې د سید الشهدا په نامه د جینکو د ښوونځي مخې ته په شویو ترهګرو چاودنو کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شوي چې زیاتره یې ماشومان دي.

د کابل په لوېدیځ کې په دشت برچي سیمه کښې د سیدالشهدا لېسې مخته د بم په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته ورسیده.

د دې پېښې په نتیجه کې اکثره وژل شوي د ۱۱ او ۱۵ کلونو ترمنځ ماشومانې دي.

ځینې نور راپورونه وايي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي.

د سید  الشهدا لیسې مسئولانو ویلي چې وړومبۍ یو بم ایښودل شوی موټر د لیسې مخې ته وچاودیده او ورپسې په خواوشا کښې د ښخ کړی شویو ماینونو دوه چاودنې وشوې.

دغه درې واړه چاودنې د کابل ښار په دیارلسمې امنیتي حوزې کښې د سید الشهدا لیسې د چُټۍ په وخت رامینځته شوې او ځکه یې دومره پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي چې اکثره یې د سید الشهدا د نجونو لېسې تنکۍ زده کوونکې دي.

طالبانو په دغو چاودنو کښې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دغې ډلې په یادو چاودنو کښې لاس نه دی لرلې او دا ترهګرې چاودنې د داعش ډلې په ملاتړ کښې شوې دي.