د ایران سفارت او خارجه وزارت د کابل ترهګره حمله وغندله
افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د کابل په لویدیځ کښې په سید الشهدا نومې د انجونې په لیسې باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د کابل په لویدیځ کښې په سید الشهدا نومې د انجونې په لیسې باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
کابل کښې د اسلامي ایران سفارت پرون په یوه بیانیه کښې وویل: په ډیرې خواشینۍ سره کابل ښار یوځل بیا د فرقه پالو ترهګرو د بوږنونکو عملیاتو هدف وګرځیده او د سید الشهدا لیسې زده کونکې جینکۍ د روژې په دې مبارکې میاشتې کښې په ډیره مظلومانه توګه شهیدانې او زخمیانې شوې، په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دغه غیراسلامي او غیرانساني اقدام په غندلو سره ډاډ لري چې د دغه ډول جنایتونو د عواملو سپیره اهداف به پوره نه شي او په افغانستان کښې به فرقه ایز تاوتریخوالي رامینځته نه شي.
هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل پرونۍ ترهګره حمله په کلکه غندلې ده.
د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده له دغه ترهګر اقدام څخه د کرکې په څرګندولو سره چې عامه خلک په تیره بیا زده کونکې یې په نښه کړې دي، د دغې پیښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او تعزیت ویلې او د زخمیانو لپاره یې د ښه کیدو آرزو وکړه.