د افغانستان ولسمشر د کابل ترهګره حمله غندلې ده
May 09, 2021 00:55 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د انجونې د یوې لیسې مخې ته رامینځته شوې ترهګرې چاودنې په کلکه وغندلې.
د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د انجونې د یوې لیسې مخې ته رامینځته شوې ترهګرې چاودنې په کلکه وغندلې.
ولسمشر اشرف غني د کابل د پرونیو چاودنو په غندلو سره طالبان په دغه جنایت کښې په لاس لرلو تورن کړل.
هغه وویل: طالب ډلې له دغه هیواده صلحې ته د رسیدو فرصت اخیستې دی او دغې ډلې یوځل بیا وښودله چې نه غواړي روان کړکیچ په صلح ایزه او بنیادي توګه حل شي.
د کابل ښار په لویدیځه برخه کښې د انجونو د سید الشهدا نومې لیسې مخې ته دغه چاودنې پرون مازیګر څلور نیمې بجې رامینځته شوې کله چې د دغه ښوونځي زده کونکې چټي شوې او خپلو کورونو ته روانې وې.
ټیګونه