ننګرهار کښې د ماین چاودنې اووه ملکیان مړه او ژوبل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100204-ننګرهار_کښې_د_ماین_چاودنې_اووه_ملکیان_مړه_او_ژوبل_کړي_دي
اوو تنو ملکي وګړو ته په ختیځ ولایت ننګرها رکښې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2021 06:31 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د ماین چاودنې اووه ملکیان مړه او ژوبل کړي دي

اوو تنو ملکي وګړو ته په ختیځ ولایت ننګرها رکښې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته

اوو تنو ملکي وګړو ته په ختیځ ولایت ننګرها رکښې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې عیني شاهدان وایي، نن سهار د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د توتو په سیمه کې د ملکی وګړو د سپرلې موټر د سرک غاړې پر ایښودل شوي ماین والوت چې له امله یې د شاهدانو پر وینا درې تنه ملکي وګړي ووژل شو او څلور تنه نور ژوبل شول.

عیني شاهدان وایي د ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندیښنې وړ دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي په دې چاودنه کې دوه تنه ملکی وګړی وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نده اخیستې.

له هغه مهاله چې په شیرزادو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې عملیات پېل شوي سلګونه کړۍ د سړک غاړې ماینونه د دغو ځواکونو له لورې کشف او شنډ کړې شوې دي  خو ځینو یې چاودنې هم  کړي چې امنیتي ځواکونو ته یې پر مرګ ژوبلې سربیره ملکي وګړو ته هم د سر او مال درانه زیانونه وراړولي دي.