قندوز کښې چاودنه شوې
May 14, 2021 02:14 Asia/Kabul
د افغانستان په قندوز ولایت کښې د ماین چاودنې دوه کسان وژلي دي
د افغانستان په قندوز ولایت کښې د ماین چاودنې دوه کسان وژلي دي
د قندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وویل چې دغه چاودنه پرون د قندوز د پولیسو په څلورمې عملیاتي ناحیې کښې د پلي خلکو د تیریدو په وخت وشوه چې له امله یې دوه تنه مړه او څوارلس نور زخمي شول.
خبر وايي چې د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.
د یادې چاودنې پړه چا نه ده منلې.
په چاودنه کښې زیاتره زخمي شوي کسان هغه ماشومان دي چې د اختر په چکر وتلي وو.
ټیګونه