عبدالمنان نیازي د کابل په یو روغتون کښې مړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100346-عبدالمنان_نیازي_د_کابل_په_یو_روغتون_کښې_مړ_شو
د نیازي د کورنۍ غړیو د هغه مړینه تایید کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2021 23:36 Asia/Kabul
  • عبدالمنان نیازي د کابل په یو روغتون کښې مړ شو

د نیازي د کورنۍ غړیو د هغه مړینه تایید کړه.

د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملاعبدالمنان نیازي، چې تېره اوونۍ په یوه برید کې ټپي شوی و، پرون په کابل کې مړ شو.

د نیازي د کورنۍ غړیو د هغه مړینه تایید کړه.

په عبدالمنان نیازي باندې د سې شنبې په شپه د هرات د ګذره او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ د پیرخولې په سیمه کې برید وشو چې له کبله یې نیازی سخت زخمي شوی او درې ملګري یې وژل شوي وو.

هغه وړومبې د هرات په حوزوي روغتون کې داخل کړی شو خو وروسته د درملنې لپاره کابل ته یووړل شو.

عبدالمنان نیازي او د کوټې شورا یو شمېر نور غړي په ۱۳۹۴ لمریز کال د ملاعمر اخوند د مړینې له اعلانېدو وروسته د نوي مشرتابه پر سر د طالبانو له اصلي ډلې بېل شو.

دوي وروسته د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د ملا محمدرسول اخوند په مشرۍ بېله ډله جوړه کړه.

دا هم ویل کېږي چې ملارسول اخوند د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوی او اوس هلته بندي دی.