په ننګرهار او لغمان کښې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100510-په_ننګرهار_او_لغمان_کښې_هم_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
د افغانستان د ختیځ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یوویشت تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2021 10:33 Asia/Kabul
  • په ننګرهار او لغمان کښې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان د ختیځ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یوویشت تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د افغانستان د ختیځ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یوویشت تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویندوي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د کنډي باغ په سیمه کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونوپه ځوابي برید کې د طالبانو د یوسیمه ییز قوماندان په اکرم مشهور د فضل الله په ګدون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ژوبل شول .

د والي د ویاند دفتر له لورې په دې خبر پاڼه کې راغلي چې د وژل شوي طالب قوماندان مړی د جګړې په ډګر کې پاتې شوی چې د امنیتی ځواکونو  له لورې رالیږدول شوی دی. خو په دې خبرپاڼه کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل پلوه د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاندمقصود اغا وایي، د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند دسالو په سیمه کې دامنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوې څو سنګرونه او د پټیدو مرکزونه هم ویجاړ شوي دي. نوموړي ویلي چې په دې بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکول شوی. نوموړي وویل په لغمان کې به د مخالفینو دځپلو په موخه داډول هوایي بریدونه دوام ولري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.