په افغانستان کښې تقريبا ۱۵۰ طالب ځواکونه ووژل شول
May 21, 2021 12:01 Asia/Kabul
د افغانستان د فوځ په عملياتو کښې د طالب ډلې تقريباً يو نيم سل تنه ووژل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت نن په يوې بيانيه کښې وويل: د طالب ډلې دغه يو نيم سل ځواکونه په تېر شواروز کښې د دغه هېواد په مختلفو ولايتونو کښې ووژل شول.
په دغو عملياتو کښې لږ تر لږه نور نوي تنه طالبان هم ژوبل شول.
ټیګونه