په افغانستان کښې دولس طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله
May 23, 2021 06:46 Asia/Kabul
د افغانستان په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کښې دولسو طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته.
دکونړ ولایت د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت د ملي امنیت ادارې د ځواکونو له لورې په شولتن ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان حاجی مشهور په قاسم په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شو او یو بل له وسلې سره ژوندی ونیول شو په خبر پاڼه کې راغلي چې وژل شویو طالبانو په سیمه کې له خلکو په زور عشر ټولوۀ چې د ملی امنیت ادارې ځواکونو تر برید لاندې راغلل .
په دې اړه بشپړ راپور د مونږ دخبریال له خولې آورو
ټیګونه