په هلمند کښې ۱۷۶۵ عامه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولایت د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مسولین وایي، چې د ۱۳۹۹کال نهو میاشتو په موده کې په دې ولایت کې د جګړو او ماین چاودنو پر مهال ۱۷۶۵ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند ولایت کې د بشر حقونو خپواک کمېسیون سرپرست رییس عبدالمقیم علیزي کلید ته د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل چې د ۱۳۹۹کال د نهو مایشتو په موده کې د جګړې له کبله ۱۷۶۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د علیزي په خبره یاده مرکه ژوبله په مخامخ جګړه او د ماین چاودنو په پایله کې رامنځته شوې ده. او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ کسان وژل شوي ۱۶۲۸کسان ټپیان شوي دي»
علیزي دغه راز زیاته کړه، اوس هم بیا جګړې ددې ولایت په یو شمیر سېمو کې روانې دې چې ددغه جګړوپرمهال یې هم دماین په چاودنو کې ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
بلخوا بیا د هلمند د والي مرستیال بریالي نظري؛ که څه هم د بشر حقونو د راپور په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه، وسله والو طالبانو عامه خلک د ځان سپر ګرځوي او په ګڼ میشتو سېمو کې ماینونه ځای پرځای کوي، چې د هغه ماین په چاودنو کې ملکي خلک خپل ژوند له لاسه ورکوې .
که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسینو ته څه نه دې ویلې
په داسې حال کې د دې ولایت د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاوژوره اندېښنه ښیي، چې یو ځل بیا د دې ولایت مرکزته په نیژدې سېمو کې جګړې روانې دي، د دغه جګړو له امله ۱۵۰۰کورنۍ بېځایه شوې دي .