افغانستان کښې د پوهنتون د استادانو په ګاډي ترهګر برید شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100960-افغانستان_کښې_د_پوهنتون_د_استادانو_په_ګاډي_ترهګر_برید_شوې
دکاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استاذانو دسپرلې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې تر پنځلسو زیاتو  استاذانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 00:03 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پوهنتون د استادانو په ګاډي ترهګر برید شوې

دکاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استاذانو دسپرلې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې تر پنځلسو زیاتو  استاذانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دکاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استاذانو دسپرلې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې تر پنځلسو زیاتو  استاذانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په جلال آباد کښې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته خواوشاه درې بجې هغه مهال وشوه چې د استادانو د سپرلۍ کوسټر موټر له پوهنتون نه د کابل پر لور روان و چې دپروان ولایت  دبګرام ولسوالۍ د رباط په  سیمه کې پرې لومړی د سرک غاړې ماین چاودنه وشوه او وروسته پر موټر د ناڅرګندو وسله والو له لورې د سپکو وسلې ډزې هم وشوې.

د یاد پوهنتون د پښتو څانګې استاذ حامد راز وایي په موټر کې د البیرونې پوهنتون رئیس هم موجود و چې د هغه په ګډون پنځلسو تنو استاذانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

هم داشان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ټول د پوهنتون استادان او محصلان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین پرون مازدیګر مهال پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.