پروان کې چاودنې؛ د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې
Jun 02, 2021 02:51 Asia/Kabul
د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د ملي امنیت د موټرو پر کاروان چاودنه شوې ده چې په نتيجه کې یې د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
. د یاد ولایت امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پروان د ملکي روغتون رییس عبدالقاسم سنګین ویلي چې له یادې پېښې څخه درې جسدونه او پنځه زخميان روغتون ته وروړل شوي دي. پېښه پرون وروسته له غرمې رامنځته شوې ده. تر اوسه د شوې چاودنې ذمه واري کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
ټیګونه