برطانيه راتلونکې میاشت کښې ټول عسکر له افغانستانه وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101346-برطانيه_راتلونکې_میاشت_کښې_ټول_عسکر_له_افغانستانه_وباسي
د برطانيې د دفاع وزير په راتلونکې مياشت کښې له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د وېستلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 08, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • برطانيه راتلونکې میاشت کښې ټول عسکر له افغانستانه وباسي

د برطانيې د دفاع وزير په راتلونکې مياشت کښې له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د وېستلو خبر ورکړ.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته، د برطانيې د دفاع وزیر هم  ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي او په پام کښې ده چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول عسکر له دغه هېواد څخه وباسي.

جیمز سټیفن هپسي ویلي، دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستان څخه ایستلي دي خو ۷۵۰ نور چې لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه کړل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر پاتې شوې وسلې او جنګي سازوسامانونه هم له منځه یوسي.