د کابل په لویدیځ کښې چاودنو ۷ تنه ووژل
Jun 13, 2021 01:21 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځه برخه کښې د دوو ترهګرو چاودنو له امله ۷ تنه مړه شوي دي
د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځه برخه کښې د دوو ترهګرو چاودنو له امله ۷ تنه مړه شوي دي
آوا خبري آژانس لیکلي چې د کابل ښار د لویدیځ په شپږمې او دیارلسمې حوزې کښې شوې دواړه چاودنې د سپرلو په دوو موټرانو کښې د مقناطیسي ماین له امله رامینځته شوې دي.
په دواړو چاودنو کښې د خبر تر مخابره کیدو پورې ۷ تنه وژل شوي او شپږ نور زخمي شوي وو.
خو عیني شاهدانو ویلي چې د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.
ټیګونه