ممکنه ده افغانستان ته د ځواکونو بیا لېږلو ته مجبوره شو
امریکا له ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو له تولید او کر سره د د تش په نامه مبارزې او د افغانستان د امنیت د تامینولو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ خو اوس دغه درې واړې ښکارندې په دغه هیواد کې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دي
د امریکا د کانګریس د سنا جرګې یو غړی مایک والټز وايي، دا احتمال شته چې امریکايي پوځیان د مجبوریت له مخې بیا افغانستان ته لاړ شي.
ښاغلي والټز، چې له فلوریډا ایالت څخه د جمهوری پال ګوند استازیتوب کوي، د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، که په افغانستان کې امنیتي ګواښونه زیات شي، امریکايي پوځیان مجبوره دي چې بېرته دغه هیواد ته لاړ شي.
والټز وویل، ډېر احتمال شته چې د طالبانو له لوري د سیمو له لاندې کېدو وروسته القاعده راوړاندې شي او پر امریکا د حملو پلانونه جوړ کړي. په داسې حالت کې به مجبوره شوو چې بیا افغانستان ته وګرځو.
والټز یوه موده په افغانستان کې پوځي ماموریت کړی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې ټول امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي خو د ځواکونو د ایستلو پروسه تر دې خورا چټکه ده او د امریکا د د فاع وزیر او نورو چارواکو په وینا ټول امریکايي پوځیان به د جولای تر نیمايي مخکې له افغانستانه وتلي وي.
کتونکي وايي، که افغانان په اوسنیو شرایطو کې په خپل منځ کې جوړ را نه شي، ډېر احتمال شته چې یو وار بیا امریکايي پوځیان افغانستان ته راشي. دوی دا احتمال هم نه ردوي چې که امریکايي پوځیان را نه شي د نورو هیوادونو ځواکونه به له شرایطو د ځان په ګټه کار واخلي.
امریکا له ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو له تولید او کر سره د د تش په نامه مبارزې او د افغانستان د امنیت د تامینولو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ خو اوس دغه درې واړې ښکارندې په دغه هیواد کې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دي .