په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101600-په_افغانستان_کې_د_طالبانو_د_نفوذ_زیاتیدا
د طالبانو په وسیله په افغانستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالی دوام په داسې حال کی چی د دغه هیواد په ځینو ښارونو او ولسوالیو د نیولو لپاره هڅې زیاتی شوی دي ، د خلکو ترمینځ اندیښنې زیاتې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2021 12:07 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ زیاتیدا

د طالبانو په وسیله په افغانستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالی دوام په داسې حال کی چی د دغه هیواد په ځینو ښارونو او ولسوالیو د نیولو لپاره هڅې زیاتی شوی دي ، د خلکو ترمینځ اندیښنې زیاتې کړی دی .

د افغانستان په شمال کې د طالبانو درنده تلفات او د ولسوالیو نسکوریدا دوام لری .

په افغانستان کې د ولسوالیو د نسکوریدا په دوام کې د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس نسکوره شوی ده .

دا په داسې حال کی دی چی د شاهین د ۲۰۹ قول اردو قوماندانۍ وایی امنیتی عسکرو د تلفاتو د مخنیوی په خاطر خپل ځای بدل کړی دی . په وروستیو کلونو کې د د زارع ولسوالۍ په ځلونو د طالبانو له حملو سره مخامخ شوی او د نسکوریدا تر درشله لاړه دته .

د زارع ولسوالۍ په داسې حال کی نسکوره شوه چی په وروستۍ یوه اونۍ کې  د فاریاب دولت او قیصار ولسوالۍ او د سری پل سوزمه هم د طالبانو په لاس نسکورې شوی دي .

د طالبانو په وسیله په افغانستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالی دوام په داسې حال کی چی د دغه هیواد په ځینو ښارونو او ولسوالیو د نیولو لپاره هڅې زیاتی شوی دي ،  د خلکو ترمینځ اندیښنې زیاتې کړی دی .

په افغانستان کې د طالبانو د جنګ غوښتنو پراختیا په اوسنیو شرایطو کې د ناامنیو دژورتیا لپاره د دغې ډلې د انګیزو په اړته بیلا بیل ګومانونه مطرح کړی دی .

په افغانستان کې نارامئ په داسې حال کی زیاتې شوی دی چی امریکا فیصله کړی ده د ۲۰۲۱ کال تر ستمبره له دغه هیواده خپل عسکر وباسی .

له افغانستانه د امریکایی عسکرو د وتلو د بهیر د بیلیدا په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو ترمینځ  له رامینځته شوی تمې سره سره  سبینې ماڼۍ په تیرو اونیو کې د خپلې ژمنې د اجرایی کیدا په لاره کې یوازې په افغانستان کې له خپلو ځینو اډو  عسکر ویستلی دی او نورو اډو ته یې منتقل کړی دی ، په حقیقت کې امریکا یوازې خپل عسکر ځای پر ځای کړی دي  او له دغه هیواده د عسکرو د وتلو رسمی راپور ندې خپور شوی .

په داسې شرایطو کې دا ګومان مطرح دی چی طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالیو په زیاتولو او د ځینو ولسوالیو په نیولو سره له افغانستانه د وتلو لپاره په امریکا د دباو د اعمالولو په لټه کی دی .

دا ګومان هم شته چی طالبان په لټه کی دی په افغانستان کې د ناامنی او تاوتریخوالی په زیاتولو سره  له افغان دولت سره په خبرو کې زیات امتیازات ترلاسه کړی .

طالبانو په داسې شرایطو کې د خپل جنګ او تاوتریخوالی لمن پراخه کړی ده چی تمه کیده خبرو اترو ته د دغې ډلې په ورګډیده سره  د باور جوړولو لپاره تاوتریخوالی کم کړی .