له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې زر سیلنډرې ټولې تشې وې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101664-له_ازبکستانه_د_اکسیجن_وارد_شوې_زر_سیلنډرې_ټولې_تشې_وې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن هغه ۱۰۰۰ سیلینډرونه چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوي وو ټولې تش وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2021 23:58 Asia/Kabul
  • له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې زر سیلنډرې ټولې تشې وې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن هغه ۱۰۰۰ سیلینډرونه چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوي وو ټولې تش وو.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح وايي که دا ډبې له اکسیجن ډکې وی، نو ۵۰۰ یې د بلخ ولایتي روغتون او پاتې نورې يې د نورو روغتونونو لپاره ځانګړې شوې وې.

نوموړی وايي، دا کار سهواً شوی دی خو زیاتوي چې له دې تشو ډبو هم ګټه اخیستل کېدای شي. دده په خبره تاجکستان حاضر دی چې هره ورځ افغانستان ته ۵۰۰ ډبې له اکسیجن څخه ډکې کړي.

هغه زیاتوي، « له نېکه مرغه اوس زموږ یو ملي سوداګر ۳۰۰ سیلینډرې ډکوي، له ایرانه مو درې نیم زره ډبې اکسیجن پېرلی دی، نن رابار شوي دي، که هلته د ټاکنو له امله ستونزه پیدا نه‌شي، نو په راتلونکو دوو ورځو کې به افغانستان ته راورسېږي، دا به په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې تقسیم شي.»

له بلې خوا ویل کېږي چې د کابل په شخصي شرکتونو کې د اکسیجن د یوې ډبې بیه حتی ۱۵ زره افغانیو ته پورته شوې ده.

خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې اوس ‌مهال په کابل کې د کورونا ناروغانو لپاره په ځانګړو شویو څلورو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید ماشینونه نصب شوي او په دې روغتونونو کې ناروغان له همدې اکسیجنه ګټه اخلي.

باید وویل شی چې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۸۰۴ نور کسان په کورونا ویروس اخته شوي او ۷۱ کسان ترې مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳،۲۷۲ او له امله ‌يې د مړو شمېر ۳،۶۸۳ کسانو ته ورسېد.