افغان ځواکونو د قندوز خان آباد ولسوالي له طالبانو خلاصه کړه
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سره د قندوز د خان آبادولسوالي بېرته نیولې ده.
د طالبان ویاند ذبیحالله مجاهد پرون وویل چې افغان ځواکونه سهار د قندوز ولایت د خان آاباد ولسوالۍ له مرکز، امنیه قوماندانۍ او نورو اړوندو سیمو څخه وتلي او دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالب وسله والو لاسته ورغلې ده.
خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د قندوز د خان آبادولسوالي بېرته نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو افغان ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي او هغوي د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ مقام څخه په شا تمبول شوي دي.
سرچینه وايي، د عملیاتو په پایله کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۰ نور ټپیان دي او دغه راز یوه اندازه وسله او مهمات هم د افغان سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، چاڼیز عملیات دوام لري او ډاډ څرګندوي چې دغه ولسوالي به په بشپړه توګه د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.
د قندوز سیمه ييزو امنیتي چارواکو هم د افغان ځواکونو له لوري د خاناباد ولسوالۍ بېرته نیول تائید کړي دي.
د دغه ولایت د پولیسو د ویاند انعامالدین رحماني په خبره وړمه شپه په خاناباد ولسوالۍ باندې د طالبانو له برید ورسته افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ شاتګ وکړ او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې په طالبانو بریدونه پیل کړل.
خو طالبانو تراوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.