په افغانستان کښې حکومتي ځواکونو ته درانۀ سرتاوانونه رسېدلي دي
Jun 17, 2021 11:51 Asia/Kabul
په فارياب ولايت کښې له طالب ډلې سره په نښته کښې د افغانستان د فوځ يويشت ځواکونه ووژل شول.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کښې له طالب ډلې سره د دغه هېواد د فوځ په نښته ښې د فوځ د خاص يونټ افسر سهراب عظيمي هم ووژل شو او شپږ تنه نور ژوبل شول.
څو ورځې مخکښې د دولت آباد ولسوالۍ مرکز له نښتو وروسته طالب ډلې ونيوۀ.
ټیګونه