شرین تګاب ولسوالي هم طالبانو ونیوله
طالب ډلې د افغانستان د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالي هم نیولې ده.
د افغانستان په شمال کښې د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي وویل: پرون مازیګر په دې ولایت کښې شیرین تګاب ولسوالي سره د ټولو امنیتي ځواکونو او د هغوي د تجهیزاتو، د طالب ډلې د وسله والو لاس ته ولویدله.
سعیدي زیاته کړه چې پس له څلور ورځنۍ جګړې او د پوځي مرستو له نه رسیدو وروسته شیرین تګاب ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله چې له امله یې څه باندې ۴۰۰ افغان عسکر اسیران شول.
په دغو نښتو کښې د افغانستان د ملي اردو یوشمیر ځواکونه وژل شوي هم دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت او په نورو شمالي ولایتونو کښې د طالبانو په لاس د ځینو نورو ولسوالیو د سقوط خبرداری هم ورکړی دی.
د طالبانو له خوا په افغانستان کښې د ناامنۍ او تاوتریخوالي دوام د دغه هیواد په خلکو کښې د بې ثباتۍ د لازیاتیدو په هکله اندیښنې لازیاتې کړې دي.