د افغانستان په نښتو کښې درنه مرګ ژوبله رامینځته شوې ده
-
فایل فوٹو
د حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو سلګونه کسان د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په تازه نښتو کښې مړه یا ژوبل شوي دي.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې پرون د افغانستان په ۸۰ ولسوالیو کښې ۱۰۰تنه طالبان او ۹۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي چې د په فاریاب ولایت کښې د دولت آباد ولسوالۍ او په قندوز ولایت کښې د خان آباد ولسوالۍ کنټرول د طالبانو له لاسه وتلی دی.
د افغانستان په غزني ولایت کښې له ګیلان ولسوالۍ هم خبر راسیدلی چې په دغه ولسوالۍ کښې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ سخته نښته لاهم روانه ده.
له بلې خوا په اندړو ولسوالۍ کښې د افغانستان د ملي اردو په یوې اډې کښې یوه پوځي چورلکه د راکټي حملې له امله ویجاړه شوې ده.
په افغانستان کښې د نښتو زیاتیدو او په دوحه کښې د صلحې د خبرواترو بندیدو د مذاکراتو د ماتې په اړه اندیښنې رامینځته کړې دي.
په افغانستان کښې د امریکې ۲۰ کلن شتون د ترهګرۍ، بې ثباتۍ او ناامنۍ، د خلکو د وژلې او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق د زیاتیدو لامل شوی دی او ثابته یې کړه چې امریکا له طالبانو سره په مقابلې او په افغانستان کښې د صلحې او امنیت په تامینولو کښې ناتوانه ده.