افغانستان کښې د کرونا دریمه څپه په ښه توګه مدیریت کړې شوه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د کورونا درېمه څپه تر اوسه پورې په ښه ډول مدیریت شوې او اوسنۍ او راتلونکې ټولې پرېکړې به د علمي اساساتو او تېرو تجربو په بنیاد وشي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د کورونا درېمه څپه تر اوسه پورې په ښه ډول مدیریت شوې او اوسنۍ او راتلونکې ټولې پرېکړې به د علمي اساساتو او تېرو تجربو په بنیاد وشي.
ولسمشر غني پرون د کورونا درېیمې څپې مدیریت په هکله په ارګ کې جوړه شوې غونډې ته وویل، په اوسني وضعیت کې لومړیتوب د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دریمه څپه د حرکت په حال کې ده او دغه راز یې له خلکو وغوښتل چې روغتیایي لارښونې په پام کې ونیسي.
د هغه په وینا لومړیتوب دې د ټولنې زیانمنې پرګنې ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
د عامې روعتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۳۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۹۲ کسان یې له کبله مړه شوي دي.
د راپورنو له مخې، د هېواد په ډېریو روغتونونو کې دمګړۍ د کورونا ناروغانو بسترونه ډک شوي او اکسیجن سیلنډرونه خالي شوي دي.