افغان ولسمشر ابراهیم رییسي ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلي
Jun 22, 2021 08:56 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشریزي ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد اشرف غني د ایران نوي ټاکل شوي جمهور رییس سید ایراهیم رییسي ته د هغه هېواد په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.
د افغانستان ولسمشر په یوه ټلفوني تماس کې د ایران نوی ولسمشر ته ویلي چې افغانستان او ایران ګاونډي هېوادونه دي او هیله لري چې د تهران او کابل تر منځ په بېلابېلو برخو کې همکاري لا ډېره شي.
د ايران نوي ټاکل شوې ولسمشر سيد ابراهيم ریيسي هم د جمهور رییس غني له ټليفوني اړیکې مننه کړې او د دواړونو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو او همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی.
د یادولو وړ ده چې ابراهیم رییسې د شنبې په ورځ د ایران په ترسره شوو ټاکنو کې د اکثریت رایو په تر لاسه کولو د دغه هېواد نوی ولسمشر وټاکل شو.
ټیګونه