په افغانستان کښې ۲۰۹ طالب ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102100-په_افغانستان_کښې_۲۰۹_طالب_ځواکونه_ووژل_شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېواد په لسو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 00:49 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ۲۰۹ طالب ځواکونه ووژل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېواد په لسو ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه پرون په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په متقابلو بریدونو او نښتو کښې ۲۰۹ طالبان وژلي  او ۱۲۹تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د خبرپانې له مخې دغه مرګ ژوبله د هېواد په لوګر، ننګرهار، کندهار، فراه، هرات، بلخ، هلمند، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کښې اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کښې د ځینو پوستو د نیولو خبر ورکوي.