د فاریاب ولایت ځینې سیمې له طالبانو پاکې کړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102320-د_فاریاب_ولایت_ځینې_سیمې_له_طالبانو_پاکې_کړې_شوې
د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د حکومتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کښې د پشتونکوټ ولسوالۍ څو کلي او هم داشان د امام صاحب ولسوالۍ بازار د طالبانو له ولکې آزاد کړی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2021 00:46 Asia/Kabul
  • د فاریاب ولایت ځینې سیمې له طالبانو پاکې کړې شوې

د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د حکومتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کښې د پشتونکوټ ولسوالۍ څو کلي او هم داشان د امام صاحب ولسوالۍ بازار د طالبانو له ولکې آزاد کړی شو.

د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د حکومتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کښې د پشتونکوټ ولسوالۍ څو کلي او هم داشان د امام صاحب ولسوالۍ بازار د طالبانو له ولکې آزاد کړی شو.

د فاریاب ولایت مطبوعاتي دفتر وویل چې پرون له ماسپښین مخکښې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جنګیالیو په ملګرتیا په فاریاب ولایت کښې د امام صاحب بازار او په پشتونکوټ ولسوالۍ کښې څو کلي د طالب وسله والو له شتونه پاک کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په اطرافو کښې د حکومتي او ولسي ځواکونو پرمختګ روان دی او په نښتو کښې تراوسه ۸ طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور یې ژوبل شوي دي.

په یادو نښتو کښې یو پولیس هم وژل شوی دی.