د فاریاب ولایت ځینې سیمې له طالبانو پاکې کړې شوې
د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د حکومتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کښې د پشتونکوټ ولسوالۍ څو کلي او هم داشان د امام صاحب ولسوالۍ بازار د طالبانو له ولکې آزاد کړی شو.
د افغانستان په فاریاب ولایت کښې د حکومتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کښې د پشتونکوټ ولسوالۍ څو کلي او هم داشان د امام صاحب ولسوالۍ بازار د طالبانو له ولکې آزاد کړی شو.
د فاریاب ولایت مطبوعاتي دفتر وویل چې پرون له ماسپښین مخکښې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جنګیالیو په ملګرتیا په فاریاب ولایت کښې د امام صاحب بازار او په پشتونکوټ ولسوالۍ کښې څو کلي د طالب وسله والو له شتونه پاک کړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په اطرافو کښې د حکومتي او ولسي ځواکونو پرمختګ روان دی او په نښتو کښې تراوسه ۸ طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور یې ژوبل شوي دي.
په یادو نښتو کښې یو پولیس هم وژل شوی دی.