د طالبانو د بریدونو له امله زرګونه افغانان کډه په سر شول
Jun 29, 2021 02:10 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان د شمال په قندوز ښار کښې تقریباً پنځه زره افغانستاني کورنۍ پر دغې سیمې د طالب وسله والو له وروستیو حملو نه پس بې ځایه شوې دي.
د افغانستان د شمال په قندوز ښار کښې تقریباً پنځه زره افغانستاني کورنۍ پر دغې سیمې د طالب وسله والو له وروستیو حملو نه پس بې ځایه شوې دي.
په قندوز او بغلان ولایتونو کښې د حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمینځ سختې نښتې په انساني تلفاتو او تاوانونو سربیره، په قندوز ولایت کښې د استوګنو څه باندې پنځه زره کورنیو د بې کوره او کډه په سر کیدو سبب شوې دي.
د قندوز د کډوالو د ادارې مدیر غلام سخي رسولي وايي، د تیرو دوو اونیو د نښتو له امله کابو پنځه زره کورنۍ کډه په سر شوې دي چې تقریباً دوه زره کسان پلازمینې کابل ته تښتیدلي دي.
ټیګونه