لغمان کښې څه باندې دیرشو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
-
فایل فوټو
لغمان ولایت کې چارواکو تر دیرشو زیاتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وایي په هغو هوایی بریدونوکې چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو طالبانو د راټولیدو پر ځایونو تر سره شول د درې تنو مشهورو طالب قوماندانان په ګډون اتلس تنه طالبان ووژل شول او شپاړلس تنه نور ژوبل شول او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه ولاړل . د والي ویاند زیاته کړه، طالبان چې دالینګار ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې شوي وو د دغو هوایي بریدونوپه پایله کې په شاه وتنبول شول.
خو په سیمه کې عینی شاهد انو ویلي چې وسله وال طالبان د الینګارولسوالۍ تر ودانۍ رسیدلي او دا ولسوالي یې کلا بنده کړې وه. د شاهدانو پر وینا که دا بریدونه نه وای تر سره شوي نو د طالبانو پر لاس د دې ولسوالۍ د سقوط امکان ډیر و.
د لغمان ولایت د دولت شاه او الیشنګ ولسوالۍ لا له وړاندې د طالبانو لاسته لویدلې دي.
وسله والو طالبانو د دغو هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.