په کابل کښې د یوې چاودنې مخنیوے اوشو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103050-په_کابل_کښې_د_یوې_چاودنې_مخنیوے_اوشو
افغان امنیتي چارواکو په کابل کښې د یوې خونړۍ پېښې د مخنیوي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 15, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د یوې چاودنې مخنیوے اوشو

افغان امنیتي چارواکو په کابل کښې د یوې خونړۍ پېښې د مخنیوي خبر ورکړ.

د افغانستان د پائتخت کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وويل، پرون ماسپښین د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند بازار سیمه کښې ترهګرو د عامه خلقو د مرګ ژوبلې په هدف یو ماین اېښودے  و چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړے شو.

دا په داسې حال کښې ده چې اکثر وختونه د سړک غاړې ماین چاودنو له کبله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسيږي، خو په دې ورستیو کښې د کابل پولیس د ډېرو خونړو چاودنو د مخنیوي خبر ورکوي.