افغانستان کښې په کرونا ککړ سلګونه نوي ناروغان معلوم شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103202-افغانستان_کښې_په_کرونا_ککړ_سلګونه_نوي_ناروغان_معلوم_شول
د افغانستان د روغتیا وزارت پرون په تیر شواروز کښې په کرونا د ککړو ۸۸۷ نویو ناروغانو د پیژندل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 02:50 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې په کرونا ککړ سلګونه نوي ناروغان معلوم شول

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون په تیر شواروز کښې په کرونا د ککړو ۸۸۷ نویو ناروغانو د پیژندل کیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون په تیر شواروز کښې په کرونا د ککړو ۸۸۷ نویو ناروغانو د پیژندل کیدو خبر ورکړ.

آوا خبري آژانس لیکلي چې د دې نویو ککړو کسانو په زیاتیدو سره په افغانستان کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۱ لاک ۴۱ زره او ۴۹۹ کسانو ته رسیدلی دی.

دغې وزارتخانې هم داشان وویل چې په یاده موده کښې د کرونا د ۶۶ نورو کسانو په مړینې سره د دې ناروغۍ د قربانیانو ټول شمیر ۶ زره او ۲۱۳ تنو ته ورسید.

د افغانستان حالات په دې تیرو اونیو کښې ترخپل نیواک لاندې سیمو د پراختیا لپاره د طالبانو د هلوځلو په وجه مخ په خرابیدو دي او حکومتي چارواکي وايي چې دغه حالت له کرونا سره د مقابلې په بهیر باندې منفي اغیزه کړې ده.