په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۳۳ طالبان وژل شوي
Jul 20, 2021 03:03 Asia/Kabul
د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۸ نور ژوبل شوي دي.
په ورته مهال د هغوی ۱۵ ماینونه او ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دې.
طالبانو ته دغه مرګ ژوله په ننګرهار، غزني، کندهار، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، هلمند، تخار او کندز ولایتونو کې اوښتې ده.
ټیګونه