په افغانستان کښې په لسګونو طالب ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103446-په_افغانستان_کښې_په_لسګونو_طالب_ځواکونه_ووژل_شول
دافغانستان د دفاع وزارت په وروستيو نښتو کښې د لسګونو طالب ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2021 08:33 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې په لسګونو طالب ځواکونه ووژل شول

دافغانستان د دفاع وزارت په وروستيو نښتو کښې د لسګونو طالب ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع د وزارت لخوا د خپرو شويو شمېرنو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې ۱۷۵ وسله وال طالبان ووژل شول.

دغې وزارتخانې د طالب ډلې د زياته اندازه وسلو او جنګي سازوسامانونو تباه کېدو ته په اشارې سره زياته کړه، په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې همدارنګ د دغې ډلې ۸۴ نور کسان هم ژوبل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت همدارنګ واضحه کړه چې دغه شمېر طالبان په ننگرهار، پکتیکا، لوگر، غزنی، قندهار، هرات، بلخ، جوزجان، سمنگان، سرپل، هلمند، بدخشان، قندوز او بغلان ولايتونو کښې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

طالب ډلې په دې وروستيو هفتو کښې تر خپل کنټرول لاندې سيمود پراختيا لپاره کوششونه زيات کړي دي. همدا اوس د افغانسان پراخه برخې د دغې ډلې ترکنټرول لاندې دي.