هلمند ولایت کښې د طالبانو په سنګرونو هوايي حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103784-هلمند_ولایت_کښې_د_طالبانو_په_سنګرونو_هوايي_حمله_شوې
امرکیايي پوځیانو د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کښې د طالبانو په سنګرونو باندې هوايي حمله وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2021 02:12 Asia/Kabul
  • هلمند ولایت کښې د طالبانو په سنګرونو هوايي حمله شوې

امرکیايي پوځیانو د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کښې د طالبانو په سنګرونو باندې هوايي حمله وکړه

امرکیايي پوځیانو د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کښې د طالبانو په سنګرونو باندې هوايي حمله وکړه

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل: د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کښې د طالبانو په سنګرونو باندې هوايي برید کښې ۷ طالبان ووژل شول. هغه زیاته کړه چې په یاده بمبارۍ کښې د طالبانو ډیره وسله او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.

دا هوايي حمله په داسې حال کښې وشوه چې په لشکرګاه ښار باندې د طالبانو حملې پنځه ورځې مخکښې پیل شوې او د دغه ښار ډیرې سیمې دغې ډلې ونیولې.