په بلخ کښې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
Aug 05, 2021 13:02 Asia/Kabul
نن څو ساعته مخکې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د روضې په لودیځه برخه کښې یو موټر سائېکل کښې ځاے په ځاے شوي مائن چاودنه وکړه.
د افغانستان د بلخ حوزوي روغتون رییس غوث الدین انوري رسنيو ته وویل چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوے او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
دې زیاتوي، په ژوبلو کسانو کې يو نظامي و او د دوو ژوبلو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د بلخ امنیتي چارواکو هم د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دا چاودنه تایید کړې ده.
تر دې دوه ورځې وړاندې هم په بلخ کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو ملکی وګړی ژوبل شوي وو.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
ټیګونه