قطر د هیوادونو د نظرونو د اوریدو ځای دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104208-قطر_د_هیوادونو_د_نظرونو_د_اوریدو_ځای_دی
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې ویاند د قطر پلازمینې دوحې کښې د افغانستان د سولې خبرې اترې یوازې د بیلابیلو هیوادونو د نظرونو د اوریدو لپاره یو(۱) مکان وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • قطر د هیوادونو د نظرونو د اوریدو ځای دی

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې ویاند د قطر پلازمینې دوحې کښې د افغانستان د سولې خبرې اترې یوازې د بیلابیلو هیوادونو د نظرونو د اوریدو لپاره یو(۱) مکان وباله .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک  وویل د کابل د حکومت او د طالبانو ترمینځ د قطر د سولې په درې (۳) ورځنۍ  غونډې کښې یوازې ټاکل شوي ده د ګډون کونکو هیوادونو نظرونه واوریدل شي او په دغه غونډې کښې هیڅ ډول فیصله نه غوره کیږي .

محمد نعیم وویل د افغانستان حکومت د سولې خبرو اترو ته هیڅ ژمنه نلري او په دغه بهیر سره دغه خبرې اترې خاص پرمختګ نلري .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي وو طالبانو ډله د سولې  خبرو اترو ته د نه رسیدا عامله ده ځکه چې په سیاسي حل لارې باور نلري .