مزار شریف هم د طالبانو لاس ته ورغی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104276-مزار_شریف_هم_د_طالبانو_لاس_ته_ورغی
طالبانو د افغانستان په شمال کې تر ټولو مهم ښار مزارشریف ونیوه، عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور ازبکستان ته واوښتل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 14, 2021 23:28 Asia/Kabul
  • مزار شریف هم د طالبانو لاس ته ورغی

طالبانو د افغانستان په شمال کې تر ټولو مهم ښار مزارشریف ونیوه، عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور ازبکستان ته واوښتل.

طالبانو د افغانستان په شمال کې تر ټولو مهم ښار مزارشریف ونیوه، عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور ازبکستان ته واوښتل.

تاند خبري سایټ لیکلي چې طالبان د ولایتونو د مرکزو د نیولو په لړ کې تیر ماښام مزار شریف ښار ته ننوتل او دغه ښار یې تر خپلې ولکې لاندې راوست.

سرچینې وایي چې،عبدالرشید دوستم او عطامحد نورچې د هېواد په شمال کې یې د طالبانو پر وړاندې د جګړې مشري کوله، د طالبانو له لوري د مزارشریف ښار تر نیولو وروسته د حیرتان له لاري ازبکستان ته واوښتل.

بلخوا عطامحمد نور بیګا ناوخته پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې د یوې دسیسې پربنسټ ټول حکومتي امکانات طالبانو ته تسلیم شول.

نوموړی وايي چې غوښتل یې دی او عبدالرشیم دوستم هم په لومه کې واچوي خو بریالي نه شول. عطامحمد نور لیکي چې اوس له عبدالرشید دوستم؛د بلخ له والي؛ وکیلانو د بلخ د ولایتي شورا له رئیس او نور چارواکو سره په یوه خوندي ځای کې دی.

خو نه یې دي ویلي، چې چېرته دی او دسیسه چا ورته جوړه کړې وه.

د مزارشریف اوسېدونکي وایي، چې دمګرۍ په دغه ښار کې جګړه نشته او د امنیه قوماندانۍ او د ولایت د مقام په ګډون ټولې دولتي ادارې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی عباس ابراهیم زاده وايي چې لومړی د ملي اردو ځواکونه طالبانو ته تسلیم شول چې دغه کار د دوستم او عطامحمد نور د زرګونه وسله والو د مورال له لاسه ورکولو لامل شو.

طالبانو تر اوسه د افغانستان له څلور دېرشو ولایتونو نه یوویشت ولایتونه نیولي دي.

مزارشریف په داسې حال کې د طالبانو له لوري نیول کیږي،چې له دې مخکښې عبدالرشیم دوستم او عطامحمد نور پکې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د بشپړ تیاري خبره وکړه او ویې ویل چې دواړه د طالبانو پر وړاندې د جګړې تجربه لري او تر څو چې ژوندي وي د مزارشریف ښار دفاع به کوي.