افغانستان کښې د جاپان سفارت هم خالي شو
Aug 18, 2021 02:46 Asia/Kabul
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د دغه هیواد د سفارت ټول کارکونکي له افغانستانه وباسل.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د دغه هیواد د سفارت ټول کارکونکي له افغانستانه وباسل.
د جاپان دغه اقدام د طالبانو له کنترول وروسته په افغانستان کښې د امنیتي حالاتو د خرابیدو د احتمال په وجه ترسره شوی دی.
جاپان په افغانستان کښې د خپلې سفارتخانې د فعالیتونو د دوام لپاره په استنبول کښې یو موقته دفتر پرانیستې دی.
د ویلو ده چې کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته د ډیرو بهرنیو هیوادونو سفارتکاران او ښاریز له افغانستانه وتلې دي او د پاتې کسانو د ایستلو کارونه هم روان دي.
ټیګونه