د کابل په هوايي ډګر کښې ګډوډې روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104596-د_کابل_په_هوايي_ډګر_کښې_ګډوډې_روان_دی
د کابل د نړیوال هوايي ډګر حالت لاهم خراب او ګډوډ دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2021 23:57 Asia/Kabul
  • د کابل په هوايي ډګر کښې ګډوډې روان دی

د کابل د نړیوال هوايي ډګر حالت لاهم خراب او ګډوډ دی

سي، این، این خبري چینل پرون په یو رپورټ کښې د کابل په هوايي ډګر کښې موجوده حالات ډیر خطرناک او خواشینونکي وبلل.

هم داشان د کابل په هوايي ډګر کښې د موجودو افغانانو او هم د بهرنیانو د سربدالۍ زړه دردونکي تصویرونه خپریږي، د هغو ماشومانو تصویرونه چې لاس په لاس کیږي او یا د هغو ماشومانو چې له خپلو مایندو پاتې شوې دي، له ټولو ډیر دردونکي او غمجنونکي دي.

ځینو بهرنیو خبریالانو ویلي دي، د کابل په هوايي ډګر کښې ستونزه دا ده چې که حتی د وتنې په لیسټ کښې دې نوم موجود وي خو بیا هم له ګیټه تیریدل او الوتکې ته رسیدل ناممکن دي.

د کابل د هوايي ډګر کنټرول د امریکايي خواکونو په لاس کښې دی

په عین حال کښې په افغانستان کښې د امریکې سفارت پرون خپلو ښاریزو ته سپارښتنه کړې چې د کابل د هوايي ډګر په لور دې نه ځي.

د ویلو ده چې تیره یکشنبه کابل ته د طالبانو له ننوتو راهیسې د افغانستان زرګونه کسان د خپل سر له ویرې د کابل په هوايي ډګر ورمات شوي دي او له هیواده د وتلو کوشش کوي.

خو په دې منځومان کښې امریکایان او ناټو د افغانستان د خلکو سربدالۍ ته په بې پامۍ سره، له کابله د ځواکونو ځواکونو او تجهیزاتو په ایستلو لګیا دي.

د جمعې په ورځ د راغونډو شویو خلکو د تیت پرک کولو لپاره د کابل د هوايي ډګر په خواوشا کښې د ډزو رپورټونه هم خپاره شول.