داعش په رسمي توګه د کابل د ترهګرو چاودنو پړه ومنله
د سنټکام د ترهګرو قومندان جنرال کنت مک کنزي هم ویلي چې د کابل په پرونیو چاودنو کښې ۱۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور زخمي شوي دي.
داعش ترهګرې ډلې بیګا په ټولنیزو شبکو کښې په رسمي توګه د کابل د هوايي ډګر د چاودنو مسئولیت ومنه.
په کابل کښې پرون مازیګر د هوايي ډګر او د بارون هوټل مخې ته له شویو دوو جلاجلا چاودنو وروسته د افغانستان د روغتیا د برخې چارواکو وویل چې په دغو دواړو ترهګرو چاودنو کښې ۶۰ تنه مړه او ۱۴۰ نور ژوبل شوي دي.
هم داشان د سنټکام امریکايي اډې قومندان جنرال کنت مک کنزي وویل چې په یادو چاودونو کښې ۱۲ امریکايي پوځیان مړه او ۱۵ نور ژوبل شول.
دا چاودنې په داسې حال کښې شوې دي چې له تیرو کابو لسو ورځو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی، امریکايي او نور بهرني پوځیان له افغانستانه په تیښته شوي دي او هم داشان زرګونه تنه افغانستانیان هم چې زیاترو په کښې له امریکایانو سره کار کړی دی، بهرو هیوادونو ته د تګ په موخه د کابل د هوايي ډګر په خواوشا کښې دیره دي.
د ویلو ده چې د کابل هوايي ډګر ته د تګ په لاره طالبانو د تلاشۍ پوسټې جوړې کړې دي او له دغو چیک پوسټونو له تیریدو وروسته امریکایي او برطانوي پوځیان ولاړ دي چې د الوتکو په اندازه خلکو ته هوايي ډګر ته د ننوتو اجازه ورکوي.