امرالله صالح:
د دوحې مذاکرات د افغانستان د ختمولو پیلامه وه
صالح په پنجشیر کښې د مقاومت د جبهې په رسمیت د پیژندلو او ورڅخه د اخلاقي او سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه.
امرالله صالح چې اوس هم ځان د افغانستان د ولسمشرۍ سرپرست بولي، وویل چې د قطر په پلازمینې دوحه کښې د کابل او طالبانو ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې پاې ته د افغانستان د رسولو پيل و.
صالح پرون شپیګل نومې جرمن ورځپاڼې ته په مرکه کښې وویل: بین الافغاني خبرواترو له هم هغه اول څخه مشکل درلود ځکه چې طالبانو د تیرو څو لسیزو د نښتو د ختمولو لپاره هیڅکله په سیاسي حل لارې اعتقاد نه درلود.
هغه به دوام کښې، د اشرف غني د حکومت له نسکوریدو ورسوته رامینځته شوې کشالې ته په پام سره زیاته کړه: امریکې او ناټو باید خپل دوه نیم زره ځواکونه په افغانستان کښې پریښې وی خو دا کار یې ونه کړ او اوس یې بیه ورکوي.
صالح په پنجشیر کښې د مقاومت د جبهې په رسمیت د پیژندلو او ورڅخه د اخلاقي او سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه.