د اشرف غني د وژلو پلاننګ شوی و
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104888-د_اشرف_غني_د_وژلو_پلاننګ_شوی_و
د افغانستان د تیر ولسمشر ورور مدعي شوی چې د افغانستان د وژلو پلاننګ شوی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2021 02:49 Asia/Kabul
  • د اشرف غني د وژلو پلاننګ شوی و

د افغانستان د تیر ولسمشر ورور مدعي شوی چې د افغانستان د وژلو پلاننګ شوی و.

د افغانستان د تیر ولسمشر ورور مدعي شوی چې د افغانستان د وژلو پلاننګ شوی و.

حشمت غني په کابل کښې زمونږ خبریال ته په ځانګړې مرکه کښې، د افغانستان د تیر ولسمشر د تیښتې عواملو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له مخکښې نه د اشرف غني د وژلو پلان جوړ شوی و او ټاکل شوې وه چې له وژل کیدو وروسته یې وړومبې مرستیال امر ا... صالح ولسمشر شي او په افغانستان کښې جنګ دوام وکړي.

هغه په دې خبرې سره چې اشرف غني له افغانستانه د وتلو نیت نه درلود، زیاته کړه: غني له هیواده په وتلو سره په یو ډول د لازیاتې وینه بهیدنې مخه ونیوله.

حشمت غني زیاته کړه: د اشرف غني ژوند هغه مهال پاې ته ورسیده چې د امریکې او طالبانو ترمینځ د دوحې تړون، د افغانستان د خلکو له دخالت پرته او د ټرمپ په حکم سره لاسلیک شو.

د ویلو ده چې حشمت غني په دې وروستیو کښې د طالبانو له جګ پوړي غړي خلیل الرحمان حقاني سره په ملاقات کښې په دغې ډلې کښې شامل شو او خپل ملاتړ یې ورڅخه اعلان کړی دی.