جرمني په افغانستان کښې د ناټو په ماتي اعتراف وکړ
Sep 04, 2021 11:44 Asia/Kabul
ایسوسي ایټید پریس خبري اژانس راپور ورکړ د جرمني دفاع وزیرې میرمن انه ګرت کرامپ کارنبائر په اسلوانیا هیواد کښې چې همدا اوس د اروپايي اتحادیې پړاویزه مشرۍ پرغاړه لري د دغه اتحادیې د غړیو د دفاع وزیرانو د غیر رسمي غونډې په څنګ کښې خبریالانو ته وویل افغانستان تریخ انجام درلود او په حقیقت کښې یوه (۱) سخته ماتي وه .
د جرمني دفاع وزیرې وویل دغه غونډه ډیره مهمه وه او طبعا هغه څه ته په پام سره چې په افغانستان کښې رامینځته شوي دي د سټراټيژیکې قطب نما په نوم د پلان په هکله هم له یوبل سره خبرې کوو .
هغې وویل په افغانستان کښې زمونږ وسونه هماغه ډول چې تصور مې کاوه چندانې زیات نه دي پر دې اساس نیت لرو په دغه غونډې کښې په دې هکله سمې مصوبې تصویب کړو .
ټیګونه