جرمني هم په افغان جګړه کښې په خپلې ماتې اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106882-جرمني_هم_په_افغان_جګړه_کښې_په_خپلې_ماتې_اعتراف_وکړ
جرمني ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کښې خپل هدف ته نه دے رسېدلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2021 13:49 Asia/Kabul
  • جرمني هم په افغان جګړه کښې په خپلې ماتې اعتراف وکړ

جرمني ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کښې خپل هدف ته نه دے رسېدلی.

د جرمني د پارلمان رییس اعتراف کړے دے چې جرمني په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او هغه څه چې دوي غوښتل تر لاسه یې کړي پکښې پاتې راغلي دي.

د افغان سرچينو له مخې نوموړي په افغانستان کښې د جرمني د اهدافو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې دوی په دغه هېواد کې بې ځایه پانګونه کړې او د پردیو د غلطو محاسبو په بنسټ یې په یوه بې معنې جګړه کښې میلیاردونه ډالر لګولي او ځاني قربانۍ یې ورکړې دي. د یادونې ده چې  جرمني مخکې د امريکې په شمول يو شمېر نورو هېوادونو هم د امریکې په مشرۍ په افغان جګړه کښې پر خپلو ماتو او قربانیو افسوس خوړلی دے.