افغانستان کښې د طالبانو حکومت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
Nov 05, 2021 04:02 Asia/Kabul
د افغانستان د هرات والي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
مولوي نوراحمد اسلام جار پرون په انټرنیټ کښې ځینو خپرو شویو مطالبو ته په اشارې سره وویل چې له ایران سره د هر ډول ټرانزټي محدودیت خبرونه دروغ دي او مونږ له ایران سره د اړیکو د پراختیا په لټه کښې یو.
هغه په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په افغانستان کښې د طالبانو حکومت غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له ګاونډي هیوادونو سره ښې سفارت او اقتصادي اړیکې ټینګې او پراخې کړي.
د هرات والي وویل: د ایران او افغانستان ترمینځ د شیانو انتقال د تیرو تعاملاتو مطابق دوام لري.
ټیګونه