افغانستان کښې د طالبانو حکومت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107876-افغانستان_کښې_د_طالبانو_حکومت_له_ایران_سره_د_اړیکو_پراختیا_غواړي
د افغانستان د هرات والي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2021 04:02 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د طالبانو حکومت له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي

د افغانستان د هرات والي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

مولوي نوراحمد اسلام جار پرون په انټرنیټ کښې ځینو خپرو شویو مطالبو ته په اشارې سره وویل چې له ایران سره د هر ډول ټرانزټي محدودیت خبرونه دروغ دي او مونږ له ایران سره د اړیکو د پراختیا په لټه کښې یو.

هغه په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په افغانستان کښې د طالبانو حکومت غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له ګاونډي هیوادونو سره ښې سفارت او اقتصادي اړیکې ټینګې او پراخې کړي.

د هرات والي وویل: د ایران او افغانستان ترمینځ د شیانو انتقال د تیرو تعاملاتو مطابق دوام لري.